د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په کندز ولایت کې د آمو سیند د تحکیماتو د بیړنۍ پروژې د ګبیوني ډکو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۵:۵۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل د دغه معینیت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د آمو سیند غاړو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي سید غلام مشواڼي د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالي د برزنګي نجم الدین کلي د بېړنۍ پروژې د ګبیوني ډکو څخه لیدنه وکړه.

د اوبو محترم معین د دغې پروژې د چارو د لیدلو پرمهال اړوندو مسؤلینو ته د پروژې د چارو د چټکتیا په هکله اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې د آمو سیند د ویجاړیو د زیانونو د لا کمولو په موخه باید د اوبو مسیر اصلي لوري ته واړول وشي .

همدارنګه د اوبو محترم معین کندز ولایت ته په خپل دغه سفر کې د سپین زر تولیدي شرکت څخه لیدنه وکړه او د نوموړي شرکت د مسؤلینو له لوري ورته د دغه شرکت په هکله اړین معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۳۹
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۲۱
Background image

د آمو سیند څنډو د ټينګښت رئيس د تخار له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم ...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۳۶
Background image

بیرته تګ

User account menu