د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په افغانستان کې د یونسیف UNICEF دفتر له استازي سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۷:۲۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سکتور د یو شمېر رئيسانو په شتون کې په افغانستان کې د UNICEF د دفتر له استازي محترم شیوا سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې د ځمکې لاندې او سطحي اوبو سرچینو د کنټرول  او مدیریت په برخه کې دمناسبو حل لارو د تر لاسه کولو د ګډو همکاریو او د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د څارنیزو شبکو د پراختیا، ساتنې او مراقبت  په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او دواړو لورو د افغانستان د اوبیزو سرچینو د مدیریت په موخه د یو ملي مشورتي کنفرانس د ترسره کولو د چمتووالي څخه یادونه وکړه.

د اوبو ښاغلي معین د یونسیف UNICEF دفتر له لېوالتیا څخه ستاینه وکړه او په افغانستان کې یې د اوبو او انرژي سرچینو د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو د عملي کولو چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu