د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ملګرو ملتونو د یونیسف (UNICEF)  ادارې د اوبو د برخې له مسؤل سره د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکاري د پياوړتیا په هکله خبرې وکړې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۶:۴۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یونیسف (UNICEF)ادارې د اوبو د برخې له مسؤل ښاغلي ډامنیک سره وکتل. په دغه لیدنه کې دواړو لورو د اوبو د مدیریت په برخه په ځانګرې توګه آسیب پذیرو سیمو کې د څښاک اوبو د ګډو همکاریو د پياوړتیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو معین په هېواد کې د وچکالي او د اقلیمي بدلونونو اغېزو ته په اشارې سره  پر دې ټکې باندې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د اوبو مدیریت او د اوبو رسولو پروژو پلي کول د نړیوالو بنسټونو همکاریو ته اړتیا لري؛ ترڅو څښاک اوبو ته اړمنې سیمې د خدماتو تر پوښښ لاندې راوستل شي. هغه په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د یونیسف (UNICEF) ادارې همکارۍ وستایلې او د دغو همکاریو په پراختیا او دوام باندې یې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د یونیسف (UNICEF)  ادارې د اوبو د برخې مسؤل هم د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکاریو پراختیا او دوام باندې ټینګار وکړ، او یادونه یې وکړه چې یونیسف هوډ لري په دې برخه کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu