د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئيس سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۲۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئيس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او په افغانستان کې د اوبو د مدیریت د پروژو د پلي کولو په برخه کې د دوو اړخیزو همکاریو د دوام او پراختیا په هکله یې خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د اوبو معین په افغانستان کې د اوبو د مدیریت ارزښت ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې په اوسنیو شرایطو کې په دې برخه کې د پروژو پلي کول د دغه هېواد له بنسټیزو اړتیاوو څخه ده.

ښاغلي عمر آخندزاده د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس څخه وغوښتل چې د اوبو د مدیریت په پروژو کې خپلې پانګونې ته دوام او پراختیا ورکړي.

په ورته مهال، د نوموړي شرکت رئيس هم د اوبو په پروژو کې لا زیاتې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د خپلې همکاري په هکله د اوبو معین ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu