د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د پکتیا ولایت له قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۶:۵۲
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د پکتیا ولایت له قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه ناسته کې، د پکتیا ولایت قومي مشرانو د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه د مچلغو بند د جوړیدو او همدغه راز په هغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د موسمي سېلابونو د کنټرول په موخه د اوبو ذخیره کولو دکوچنیو بندونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په دغه ناسته کې وویل چې د پکتیا ولایت د مچلغو بند د جوړیدو لپاره هڅې رواني دي او همداراز د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه د اوبو او انرژي وزارت ښې برنامي تر لاس لاندې دي چې ان شاءالله د عملي چارو د پیل لپاره یې هم پوره کوښښ کوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu