د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د نمک آب پروژې د ستونزو د حل په موخه د اوبو او انرژي وزارت له اړوندو رییسانو او تخنیکي انجنیرانو سره ناسته ترسره کړه.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده د تخار ولایت د (نمک آب) پروژې د ستونزو د حل په موخه د ي وزارت له تخنیکي انجینرانو سره وکتل.
په دې غونډه کې د وزارت اړوندو رئيسانو او تخنیکی انجینرانو د نمک آب د پروژې د وضعیت راپور د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ته وړاندې کړ.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د پروژې له پیل څخه تر پایه دې د پروژې ټول اسناد وڅېړل شي او د پروژې د زیات وخت د ارزونې لپاره دې تخنیکي کمیټه وټاکل شي. د پروژې د زیاتو کارونو د ارزونې په موخه به یو تخنیکي ټیم د تخار د (نمک آب) پروژې ته د سفر په موخه وګمارل شي ترڅو د پروژې مسایل وڅیړي او راپور یې د اوبو معینیت له مقام سره شریک کړي.
