د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو او کرهڼې له استازي سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۲:۱۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دخوړو او کرهڼې (FAO) له استازي ښاغلي ریچارد "ترینچارد" سره وکتل.

په دې لیدنه کې، د اوبو د مدیریت د پروژو د پلې کولو، په هېواد کې د اوبو لګولو او اوبو رسولو په برخه کې د همغږیو او ګډو همکاریو او نورو دوه اړخیزو همکاریو په هکله په بشپړ ډول بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو ښاغلي معین په یاده لیدنه کې، د لا زیاتو همغږیو په رامنځته کولو او د همکاریو په پراختیا باندې ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ، چې د چارو د انسجام او د دوو اړخیزو همکاریو د لا ښه پلې کولو په موخه اړینه ده چې د دواړو لورو ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي.

په ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې (FAO) استازي د اوبو او انرژي وزارت سره د ګډو همکاریو د لېوالتیا په څرګندولو سره وویل، چې نوموړی سازمان هم له دې وزارت سره د کاري اړیکو د ټینګولو او د همکاري د پراختیا غوښتونکی دی.

په پای کې دواړو لورو د لا زیاتو همغږیو په رامنځته کولو او د اوبېزو سرچینو د مدیریت لپاره د دوو اړخیزو همکاریو د پلې کولو په موخه د چمتو کوونکو چارو په برابرولو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu