د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د زابل ولایت سیندیزې فرعي حوزې (ترنک قلات) څخه لیدنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر زابل ولایت ته په خپل کاري سفر کې د یاد ولایت سیندیزي فرعي حوزې رئیس ملا عبدالکریم ذولفقار او د ذکر شوې حوزې نورو ادارې او تخنیکي کارمندانو سره وکتل.
ښاغلي معین په دې لیدنه کې د اړونده حوزې اجراآت له نیږدې څخه وکتل او دهغو وړاندیزونه، ستونزې او اړتیاوې یې واوریدې.
ښاغلي عمر په دې لیدنه کې د تورې او خرنی بندونو د جوړونې په اړه د وزارت له پروګرامونو خبر ورکړ، او دیادې حوزې کارمندانو او رئیس ته ډاډ ورکړ چې د زابل ولایت وړاندیز شوې پروژو د منظورۍ په برخه کې به همکاري وکړي.
همدا شان د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د خلکو د اقتصاد پراختیا په برخه کې د اوبو مدیریت څخه یادونه وکړه، او په ډاګه یې کړه چې په زابل ولایت کې د اوبو د سرچینو مدیریت پروژې د دې وزارت د کاري لمړیتوبونو څخه دي .
د اوبو او انرژي وزارت
