د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اف، اې، او موسسې له مسئولینو سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۱۶
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د اف، اې، او موسسې له مسئولینو سره وکتل او د اوبو په سکتور کې د همغږي او ګډو همکاریو د پياوړتیا په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو محترم معین د اوبو سکتور خدمتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې په دغه سکتور کې د اړوندو پروژو د پلي کولو لپاره له دغه وزارت سره د همغږي رامنځته کول اړین دی؛ ترڅو د دغه وزارت په تخنیکي همکاري سره پروژې په غوره کیفیت او سمه توګه پلي شي.

همداراز د اف، اې، او مؤسسې مسؤلینو وویل، چې د پروژو کیفیت د اف، اې، او مؤسسې په لومړیتوبونو کې دی او د اوبو مدیریت اړوند پروژو په ښه کیفیت پلي کولو ته ژمن دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu