د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت اونېزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۱۲:۱۲
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو پالیسیو د رئیس محترم میرویس میرزاد تر مشرې لاندې د یاد معینیت د یو شمیر نورو رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د اوبو سکټور د یو شمیر مهمو تخنیکي موضوعاتو په ځانګړې توګه، د پنجشیر-کابل په مسیر کې په هم مهاله توګه د اوبو د پایپ لاین او د نوري فایبر د لین د لیږد په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او پریکړه وشوه، چې اړوندې ادارې دې نوموړې موضوع له تخنیکي پلوه تر مطالعې لاندې ونیسي او د نوري فایبر ادارې سره دې اړینه همغږي وشي.

همدارنګه، په دغه ناسته کې د قرغې بند د عوایدو او د هغه د ملکیت د اسنادو د سمون او بشپړولو په هکله بحث ترسره شو او اړینې پریکړې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu