د اوبو او انرژي وزارت د اوبو تأسیساتو او انجنیري خدمتونو عمومي رئيس غزني ولایت ته سفر وکړ
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو تأسیساتو او انجنیري خدمتونو عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور عمري، د اوبو تأسیساتو د ساتنې او مراقبت رئیس انجنیر جبیب الرحمن مبارز او ورسره مل تخنیکي ټیم غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي حافظ محمد امین جان عمري او د غزني سیندیزې فرعي حوزې د ولاړو اوبو رئیس مولوي محمد شفیق منصور عمر سره وکتل او په غزني ولایت کې یې د اوبو د پروژو په هلکه بحث او د اندونو تبادله وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړي ټیم د سفر موخه د غزني ولایت د سردې بند څخه لیدنه او د یاد بند د تخنیکي ستونزو ارزونه ده.
