د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په نغلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۲:۳۶
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد او ورسره مل د دغه معینیت یو شمېر رئيسانو د کابل ولایت د سروبي ولسوالي په نغلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د چارو له بهیر او د برېښنا انرژي د تولیدي حوزې له درې ګونو( ماهیپر، نغلو او سروبي) دستګاوو څخه لیدنه وکړه.

د انرژي محترم معین د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې له نږدې و ارزولې او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او په ټاکل شوې وخت باندې د چارو د پای ته رسولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او د هر راز همکاري ډاډ یې ورکړ.

په ورته مهال،  د انرژي محترم معین د تولیدي حوزې له مسؤلینو سره په لیدنه کې د نوموړې حوزې د تولیدي دستګاوو او بندونو ستونزې واوریدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره به اړینې کړنې ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu