د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د ۷۷ ترکي شرکت له استازي سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۵:۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له استازي محترم بوراک اونسال سره وکتل.

په دې لیدنه کې، د انرژي په سکتور کې د پانګونې او د انرژي د تولید په برخه کې د لا زیاتو همکاریو د پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د یاد شرکت له استازي سره د همکاري ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د پانګوالو پر جلبولو باندې ټینګار وکړ.

User account menu