د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د میهن پرستانو مسلمانانو د خیریه مؤسسې له مسؤلینو او د تاتارستان هېواد له تخنیکي انجنیرانو سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس د خپل کار په دفتر کې د میهن پرستانو مسلمانانو د خیریه مؤسسې له مسؤلینو او د تاتارستان هېواد له تخنیکي انجنیرانو سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د انرژي په برخه کې د پانګونې او د ډبرو سکرو د توربینونو د نصبولو او د برېښنا د تولید په برخه کې د همکاریو د پراخولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د یادې موسسې له استازو او مسؤلینو سره د همکاري ژمنه وکړه او د ډبرو سکرو له سرچینو څخه یې د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې زمینې د چمتو کولو ډاډ ورکړ.