د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د سویډن هېواد د ماستر بیګرنه نړیوال شرکت له استازي سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د خپل کار په دفتر کې د سویډن هېواد د ماستر بیګرنه نړیوال شرکت Masterbyggarna International Co. له استازي سره وکتل.
په یاده لیدنه کې، د یاد شرکت استازي د خپلي پانګونې وړاندیز د ډبرو سکرو له سرچینو، د اوبو بندونو او د لمریزې برېښنا د پروژو په پلي کیدو باندې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي له معین سره شریک کړل.
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف په افغانستان کې د یاد شرکت د پانګونې له لېوالیتا هر کلی وکړ او په دې برخه کې یې د یاد شرکت استازي ته د وزارت د رهبري له خوا د همکاري ډاډ ور کړ.
ښاغلي عارف په دې لیدنه کې یادونه وکړه چې په افغانستان کې د هر پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او د اوبو او انرژي وزارت رهبري هم په هېواد کې د انرژي د تولید په پراختیا کې د هر ډول پانګونې هر کلی کوي.
