د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د بیات پاور شرکت له مسؤلینو سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس د خپل کار په دفتر کې د بیات پاور شرکت له مسؤلینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې په جوزجان ولایت کې د ګازو له سرچینو څخه د ۴۰ میګاواټه برېښنا د تولید او په هېواد کې د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د خلکو په ژوند کې د برېښنا انرژي د اړینو ګڼلو د یادونې ترڅنګ، د پروژې د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.