د اوبو او انرژي وزارت د انرژي سکتور یو شمیر انجنیرانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۴:۲۱
1

په یاد ورکشاپ کې، چې د انجنیري مشورتي خدمتونو(واپیکا) ریاست له لوري پیل شو، د انرژي سکتور انجنیرانو ته د توزیعې شبکو، سب استیشنونو، لیږد مزو او د برېښنا د تولید کوچنیو او منځنیو بندونو په هکله په  تیوري او عملي توګه د ۱۵ ورځو په بهیر کې روزنه ورکول کیږي.

د نوموړي ورکشاپ په پیل کې د دفتر عمومي رئیس او د انرژي معینیت د غونډو وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز د انسانانو په بريالیتوب کې د رښتینولی، اخلاص او ایمانداری ارزښت ته په اشارې سره یاد ورکشاپ کټور او ارزښتناک وبالهٔ او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې ددغه ورکشاپ د زده کړو څخه دې په هېواد کې د انرژي د پراختیا لپاره په ښه توګه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۵۱
Background image

بیرته تګ

User account menu