د اوبو او انرژي وزارت دکارمندانو د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځنۍ ښوونیزه برنامه د « پروپوزل لیکنه، اقتصادي شننه او (IRR)» تر سرلیک لاندې جوړه شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۴۸
1

دغه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د پنج آمو او شمال عمومي حوزوي ریاستونو او د مرکز او ولایتونو د اوبو او انرژي یاستونو د یو شمېر کارمندانو د مسلکي پوهې د کچې لوړولو په موخه جوړه شوه.

د دغې ښوونیزې برنامې په بهیر کې، ګډونوال د پروپوزل لیکلو د معیاري جوړښت، پړاوونو او ډولونو، همدارنګه د اقتصادي مفاهیمو او شننې د ډولونو لکه د پانګې د بېرته راستنېدو کچې د بیې(IRR) محاسبه کولو سره پېژندګلوي ومونده.

د یادونې وړده، چې په بېلابېلو برخو کې د وړتیا لوړولو ښوونیزو برنامو په لاره اچول، د اوبو او انرژي وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لومړیتوبونو څخه دي، او دغه برنامې به په دومداره توګه د وزارت د کارمندانو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه دوام و مومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu