د اوبو او انرژي وزارت دوه تنه نوي رئيسان همکارانو ته ور وپېژندل شول

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۳:۵۶
1

 محترم خلیل الرحمن خاکسار چې تر دې مخکې د نړیوالو اړیکو د متخصص په توګه دنده ترسره کوله، اوسمهال د برېښنا مارکیټ د حقوقي رئيس په توګه او محترم ایمل چې تر دې مخکې د اسنادو د ترتیبولو د متخصص په توګه دنده ترسره کوله، اوسمهال د وزارت د رهبري مقام د لزوم دید او وړاندیز او د ریاست الوزرا لوړ مقام د حکم پر بنسټ د برېښنا مارکیټ د سوداګریز رئيس په توګه وټاکل شول او همکارانو ته ور وپېژندل شول.

د دغو رئيسانو د پېژندنې غونډه د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د اوبو او انرژي وزرات د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز او د دغه وزارت د یو شمېر نورو رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې، محترم قاري محمد عبدالعزیزعزیز د امراوو د اطاعت ، اخلاص او خلکو ته د رښتینې خدمتونو ارزښت باندې په ټینګار سره د اسلامي امارت په ادارو کې ادلون، بدلون یو مهم اصل وباله.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس د دغو رئيسانو د کورنیو سرښندنې وستایلې او د دغو رئيسانو ارزښتناکو کړنو ته په اشارې سره، هغوی ته خلکو او هېواد ته د خدمت کولو په برخه کې د بریا غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu