د اوبو او انرژي وزارت خپرونکی ارګان " اوبۀ او انرژي" مجلې، ۲۳ ګڼه نوې لۀ چاپ څخه را ووته

. د " اوبۀ او انرژي" مجلې په دغه ګڼه کې د اوبو او انرژي وزارت د پروژو د راپورونو او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو او مېلمنو سره د وزارت د رهبري مقام د لیدنو- کتنو برسېره، د دغې مجلې د لوستونکو د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه یو شمېر علمي مقالو ته هم ځای ورکړل شوی دی.
د اوبو او انرژي وزارت خپرونکی ارګان هیله لري چې د " اوبۀ او انرژي" مجلې درانۀ لوستونکي خپل اندونه او وړاندیزونه د دغې مجلې د مطالبو د لا غنامندي په موخه د لاندې برېښنالیک له لارې را ولېږي.
media@mew.gov.af