د اوبو او انرژي وزارت جومات کې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې د شهیدانو فاتحه واخیستل شوه

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۵۸
۱

په کنړ او د هېواد په ختيځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې د شهیدانو د یاد او د دې پېښې زیانمنو شویو کسانو ته د دعا په موخه د اوبو او انرژي وزارت جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د فاتحې مراسم ترسره شول.

دغه مراسم چې د وزارت د مسؤلینو او کارمندانو په شتون کې ترسره شول، د قرآن‌کریم څو آیاتونه تلاوت شول او د دغې پېښې شهیدانو ته د خدای(ج) له دربار څخه جنت فردوس، ژوبل شویو ته عاجله او کامله روغتیا او کورنیو ته جمیل صبر، عظیم اجر او نعم البدل غوښتنه وشوه.

دغه معنوي مراسم،  زمونږ د ګران هېواد افغانستان څخه د طبیعي پېښو او وباګانو د لرې کولو لپاره په ځانګړو دعاګانو سره پای ته ورسېد.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۱۲هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۷ هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۹
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په رهبري ناسته کې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۷/هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲ هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب تر رهبري لاندې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu