د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د هرات ولایت د 100 میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د اړوندو ادارو له استازو سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت د پنځه کلن پلان له مخې به په هرات ولایت کې د 100 میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پلې شي، چې د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د دغې پروژې په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د اړوندو ادارو له استازو سره وکتل او د یادې پروژې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه کتنه کې د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا د تخنیکي ټیم سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او د یاد ټیم له فعالیتونو څخه یې مننه وکړه.
همدارنګه، په پای کې تخنیکي ټیم او د اړوندو ادارو استازو د ټاکل شوې سیمې ارزونه وکړه او د نوموړې پرژې لپاره د ساحوي، اقتصادي، ټولنیز، تخنیکي او د انرژي د تقاضا سروې هم د اړوندو ادارو په همکاري سره، چې د زنده جان ولسوالي سرخه کلی پکې شامل دی، ترسره شوه.