د اوبو او انرژي وزارت او عزیزي انرژي شرکت د تخنیکي مسؤلینو ترمنځ د ګډو همکاریو د پيل په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۷:۵۵
1

نن،دوشنبه( د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۳ نېټه) د اوبو او انرژي وزارت د تخنیکي مسؤلینو او د عزیزي انرژي شرکت د استازو ترمنځ د انرژي په پروژو کې د ګډو همکاریو او همغږیو رامنځته‌کولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر مشري لاندې د سلاکارانو، رئيسانو، د وزارت د تخنیکي مسؤلینو او د عزیزي انرژي شرکت د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي پروژو د چارو پيل د څرنګوالي، د فعالیتونو پرمخ وړلو د بهیر او پروژو د لومړیتوب‌ بندي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه، د ناستې په بهیر کې پرېکړه وشوه، چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه دې سر له سبا د سرچینو او مطالعاتو د ارزونې په موخه د بېلابېلو ولایتونو د پروژو سیمو ته سفر وکړي او د خپلو ارزونو پایلې دې له وزارت سره شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې، د اوبو او انرژي وزارت او د عزیزي انرژي شرکت ترمنځ له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي تولید لپاره د ۱۰ زره مېګاواټه په وړتیا برېښنا د تولید د پانګونې یو تفاهم‌لیک لاسلیک شوی وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۱۳
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست جومات بیا رغول کېږي

۱۱ رمضان ۱۴۴۷ مطابق ۹ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست جومات د اتیا متره مربع مساحت په درلودلو سره چې  د دغه ریاست په انګر کې موقعیت لري، د دغه ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د هریرود – مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس د هرات ولایت د کروندګرو له یو شمېر استازو سره وکتل

د هریرود – مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د ګذرې ولسوالي د کروندګرو له یو شمېر استازو سره وکتل او د هریرود له سیند څخه د اصولو خلاف شګو را اېستلو او خپل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۰
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د بلخ له والي سره په لیدنه کې د دغه وزارت د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب په مشري پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر پرمهال په داسې حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله. . .

بیرته تګ

User account menu