د اوبو او انرژي وزارت او د 77 ترکي شرکت تخنیکي ټیمونو د لومړي او دویم سروبي د برېښنا بند له ساحو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۰:۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت او د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت تخنیکي ټیمونو د لومړي او دویم سروبي د برېښنا بند له ساحو څخه د مخکیني هوکړه لیک پر بنسټ چې ددې وزارت او د یاد شرکت ترمنځ لاسلیک شوی وو، لیدنه وکړه.

د یادو ساحو څخه د لیدنې پرمهال، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي برنامو رئیس انجنیر فرهاد محمودي او ورسره مل د انرژي معینیت تخنیکي ټیم، د ۷۷ ترکي شرکت استازی ښاغلی بوراک اونسال او ورسره مل تخنیکي ټیم، د یادې پروژې د چارو د پیل په موخه خپلې ارزونې ترسره کړې.

د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې د اوبو او انرژي وزارت او د ترکیې هېواد د ۷۷ ودانیز شرکت ترمنځ لاسلیک شوی وو، یاد شرکت خپلې څېړنې بشپړې او د اوبو او انرژي وزارت ته یې سپارلي دي چې د تخنیکي او اقتصادي څېړنو د وروستي کولو لپاره یې کار جریان لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۴۵
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د سعودي عربستان د انرژي وزارت له معین سره وکتل

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس "آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

بیرته تګ

User account menu