د اوبو او انرژي وزارت او د اس ک ام هواسلیک انونیوم شرکت ترمنځ د دوه اړخیزې همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۶:۵۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور  د اس ک ام هواسلیک انونیوم شرکت د مدیره پلاوي له رئيس محترم دوکتور عباس رسول زاده فرساد سره له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا د تولید ، لېږد او وېش  په برخه کې د پانګونې په موخه د دوه اړخیزې همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو په برخه کې د نوموړي شرکت د پانګونې له لېوالتیا څخه د هر کلي ترڅنګ، هغوی ته د پانګونې لپاره د زمینې د چمتوکولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړ.

په ورته مهال، د نوموړي شرکت مسؤلینو هم د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې  د پانګونې لپاره چمتووالی څرګند کړ. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu