د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د دغه وزارت د رهبري مقام تر مشري لاندې ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۱۵
1

د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذی‌القعدې لومړۍ نېټه

د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د وري ۲۹ نېټه

د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده تر مشري لاندې د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، سلاکارانو او ټولو رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې، محترم وزیر صاحب د وظیفوي مسؤلیتونو په ترسره کولو کې د ژمنتیا او بشپړ مسؤلیت‌منلو د ارزښت، په صورت او سیرت کې د اسلامي ارزښتونو او اصولو د رعایتولو او همدارنګه د دندو په ترسره کولو کې د ایمانداري او اخلاص روحیې پر پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ‎.

هغه د اوبو او انرژي چارو د بهیر د چټکتیا او غوره‌والي لپاره د اړینو لارښوونو په وړاندې کولو سره، په دغو دوو سکتورونو کې د غوره چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې د وزارت د انجنیرانو د تخنیکي وړتیاوو لوړول اړین وبلل.

د ناستې په دوام، معینانو، سلاکارانو او د هرې برخې رئيسانو هر یوه په خپل‌وار سره خپل کاري راپورونه، د خپلو اړوندو حوزو په برخه کې شته ننګونې او وړاندیزونه د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل.

د راپورونو او اندونو تر اورېدولو وروسته، د چارو د چټکتیا، غوره‌والي او لا اغېزمنتیا په برخه کې اړین تصمیمونه ونیول شول. دغه تصمیمونه په هېواد کې د اوبیزو سرچینو د اغېزمنې پراختیا او مدیریت، د انرژي بنسټونو د پراختیا او د دغه وزارت د چوپړتیاوو د کیفیت په لوړولو باندې را ټول وو.

په پای کې، د اوبو او انرژي وزیر د چارو د چټکتیا، د شته خنډونو د لرې‌کولو او د اړوندو برخو ترمنځ د همغږیو د غوره‌والي په هکله اړینې لارښوونې وکړې او د نیول شوو پرېکړو پر کره پلي‌کولو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۴۵
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د سعودي عربستان د انرژي وزارت له معین سره وکتل

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس "آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

بیرته تګ

User account menu