د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په چین کې د افغانستان اسلامي امارت له سفارت څخه لیدنه وکړه.

mew-admin
جمعه ۱۴۰۳/۸/۴ - ۱۳:۳۵
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او مل پلاوي یې چین هېواد ته د خپل روان سفر په ترڅ کې په پلازمينه بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت له سفارت څخه لیدنه وکړه،چې دسفارت د مسئولینو له خوا یې دروند هرکلی وشو. دیادي لیدنې په بهیر کې محترم وزیر صاحب په چین کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر ښاغلي بلال کریمي او د سفارت له کارمندانو سره د افغانستان اسلامي امارت او ګاونډي هېواد چین په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو باندې بحث او د اندونو تبادله وکړه. دوی له چین هېواد سره د افغانستان اوسنۍ اړیکې د ډاډ وړ وبللې او د یادو اړیکو پر لا زیاته پراختیا او پیاوړ تیا باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu