د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په پکتیا ولایت کې د جهادي مدرسې د 65 فارغانو لپاره په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف "منصور" د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند د جهادي مدرسې د 65 فارغانو لپاره په جوړه شوې غونډه کې، په داسې حال کې چې د حج او اوقافو وزارت معین محترم شیخ عزیزالرحمن منصور، د پکتیا والي مولوي مهرالله حماد، د پکتیا ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ صالح محمد، د جهادي مدرسې مهتمم شیخ طالب جان ادیب او ګڼ شمېر قومي مخورو او علمي او جهادي شخصیتونو په کې برخه اخیستې وه، ګډون وکړ.
په یاده غونډه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر وویل، چې د پکتیا ولایت د سید کرم او زرمت ولسوالیو لپاره د برېښنا مزي د غځېدو منظوري راغلې او په راتلونکي کال کې به انشاءالله د مچلغو پر بند باندې هم کار پیل شي، چې د محترم منصور صاحب دغه څرګندونې د حاضرینو له لوري په ګرمو احساساتو سره استقبال شوې.