د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په تاشکند کې د افغانستان له سفیر سره وکتل
د ا.ا.ا د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملا عبداللطیف منصور چې د یوه پلاوي په مشري ازبکستان هېواد ته له یاد هېواد څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د ستونزو د هوارولو او د برېښنا د قرارداد د غځولو په پار سفر کړی، په تاشکند کې یې د افغانستان له سفیر ښاغلي ډاکټر احمد خالد علمي او جنرال قونسل ښاغلي محمد ادریس زرشوی سره وکتل.
په یاده ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا او دغه راز په ازبکستان هیواد کې د مېشتو افغانانو د ستونزو او د هغوی د حل په لارو چارو باندې خبرې وکړې.
