د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ګمبیري د اوبو لګولو او برېښنا د تولید بند له سیمې څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ننگرهار ولایت په کوز کنړ ولسوالي کې د ګمبیري د اوبو لګولو او برېښنا د تولید بند له سیمې څخه لیدنه وکړه او د اوبو د مدیریت او انرژي د پراختیا په برخه کې د یاد بند ارزښت بنسټیز وباله.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد بند له سیمې څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې د گمبیري بند د جوړولو پروژه ددغه وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري ځکه چې د اوبو د مدیریت او برېښنا د تولید په برخه کې خورا ارزښت لري.
د یادونې وړ ده، چې د ګمبیري بند تفصیلي ډيزاین چارې بشپړې شوې او د ودانیزو چارو لپاره چمتو دی، چې ددغې پروژې تړون به ډیر ژر له دوو ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک شي.
د یاد بند په جوړېدو سره به ۴۵ میګاواټه برېښنا تولید او شاوخوا دوه دیرش زره ( ۳۲۰۰۰) هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي، چې څه باندې درې سوه زره ( ۳۰۰۰۰۰) کسان به ترې برخمن شي.
