د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کابل له والي او د هېواد له یو شمېر علماوو سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۴:۴۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د هېواد له یو تن مشهورو علماوو او د کابل د علماوو رئيس محترم خلیفه دین محمد، د کابل له والي محترم حاجي امین الله عبید او د دغه ولایت د علماوو شورا له مرستیال سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د کابل والي، د علماوو شورا  رئيس او مرستیال د اوبو او انرژي وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه وزارت د رهبري مقام ته د لا زیاتو توفیقاتو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او  انرژي سرپرست وزیر د اوبو سرچینو او د انرژي پراختیا حیاتي ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې دغه وزارت به  د دغو دوو سکتورونو د ودې لپاره شپه او ورځ هڅې وکړي.

د یادونې وړده، چې په دغه لیدنه کې د کابل د خلکو د بېلابېلو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه. همدارنګه د غازي بند د پاکاري په هکله چې د خلکو له لوري د علماوو شورا ته وړاندیز شوی وو، پرېکړه وشوه چې د کابل د اوبو او انرژي ریاست یو تخنیکي پلاوی دې وټاکل شي، ترڅو د نوموړي بند په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او تر هغه وروسته اړین تصمیمونه ونیول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu