د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د چینایي یلو ریور شرکت له مسؤلینو سره د همغږي په یوه ناسته کې په شبرغان کې د ګازو له سرچینو څخه د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید د پروژې د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۶:۳۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د چینایي یلو ریور شرکت له مسؤلینو سره د همغږي په یوه ناسته کې په شبرغان کې د ګازو له سرچینو څخه د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې د چارو د پرمختګ وضعیت تر ارزونې لاندې ونیو او د پانګونې د چارو پر چټکتیا او د عملي چارو د پيل په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ناستې په بهیر کې د دغې پروژې ارزښت ته په اشارې سره د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د دغه وزارت د همکاري په برخه کې د عملي چارو د چټکتیا په برخه کې  ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې ډېر ژر دې له کانونو او پټرولیم وزارت سره اړینه همغږۍ رامنځته او د پروژې عملي چارې دې ډېر ژر پيل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۶:۱۵
Background image

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د هرات ولایت د پل هاشمي سب‌سټیشن په سیمه کې د هغوی د اوبو د اړتیاوو په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

غور ولایت کې د اوبو په برخه کې د شپږو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه

د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د اوبو سرچینو د مدیریت او د اوبو لګولو سیسټمونو د پراختیا په موخه د غور ولایت د مرکز، فیروزکوه اړوند په غلمین سیمه کې د تیلک زمین، چشمه‌نی خار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

زابل او ارزګان  ولایتونو کې د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ سوداګریز ریاست استازي محترم انجنیر حامد یارمل او ورسره مل تخنیکي ټیم زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu