د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هرات ولایت د پروژو په هکله د هغه ولایت له مرستیال والي او د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره خبرې وکړې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۲:۱۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو له معین او د هرات له مرستیال والي محترم حیات الله مهاجر فراهي او د هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم مفتي سردار ولي مزمل سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د هرات ولایت د اوبو او برېښنا پروژو په ځانګړي توګه د پاشدان برېښنا بند په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هرات مرستیال والي او د هرات د سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت له لوري په هرات ولایت کې د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو په موخه اړینې هڅې ترسره شوې او له دې وروسته هم هڅه کېږي، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به اړین اقدامات ترسره شي او د پاشدان بند پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu