د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نیمروز سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د هغه ولایت د پروژو په هکله خبرې وکړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د لاندني هلمند(زرنج) سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم ملا عبدالقهار ناصر سره وکتل او په نیمروز ولایت کې د دغه وزارت د پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
د نیمروز سیندیزې فرعي حوزې رئيس په دغه لیدنه کې د لشکري کانال د لایروبي پروژه، په دلارام ولسوالي کې د کج صمد بند د جوړولو پروژه او د کمال خان بند د دوهمې کاسې بشپړونه د وزارت رهبري مقام ته وړاندیز کړ.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نیمروز سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د نیمروز د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.