د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوګر ولایت د مس عینک کان قراردادي شرکت له مسئولینو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۴:۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت د مس عینک کان قراردادي شرکت له مسئولینو سره وکتل او د نوموړي کان د اېستلو پروسې لپاره د اوبو او برېښنا د برابرولو په برخه کې د ګډې همکارۍ په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه کتنه کې د ياد شرکت مسئولينو د خپلو فعاليتونو او پلانونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د اوبو او انرژي وزارت له رهبري مقام څخه وغوښتل، چې د لوګر ولایت د مس عینک کان د اېستلو پروسې لپاره د اړتیا وړ اوبو او انرژي چمتو کولو لپاره د پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې پروژې ارزښت او ګټې ته په اشارې سره د نوموړې پروژې د اوبو او انرژي چمتو کولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاري په هکله ډاډ ورکړ او ټینکار یې وکړ چې د پروژې د چارو د چټکتیا په موخه اړتیا ده، چې  د اوبو او انرژي، کانونو او پټرولیم او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د قراردادي شرکت د استازو یوه ګډه کمیټه جوړه شي او د پروژې د چارو د اسانتیا او چټکتیا لپاره دې په ګډه کار وکړي.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د اوبو معین د ياد شرکت له مسئولينو سره په يوه ناسته کې د نوموړي کان د اېستلو پروسې لپاره د اوبو د سرچينو د پېژندنې او د اړتيا وړ اوبو چمتو کولو په برخه کې د همغږۍ او ګډې همکارۍ په هکله خبرې اترې کړې وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu