د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د قرآن کریم د حافظانو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۴:۲۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللیطف منصور، نن د پکتیا ولایت، زرمت ولسوالي د اوریاخېلو په فیض القرآن مدرسه کې په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې د قرآن کریم د حفاظو کرامو د فراغت او د ستار بندي په مناسبت جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې چې  ګڼ شمېر علماوو، مجاهدینو، قومي مشرانو، د حفاظو کرامو اولیاوو او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر وینا وکړه او نوموړي د خپلو خبرو په بهیر کې د دیني علومو په تېره  بیا د قرآن کریم د حفظ او فضیلت په هکله حاضرینو ته وینا وکړه او له زده کوونکو او استادانو څخه یې وغوښتل چې د خپل دین او ملت په وړاندې خپلو مسؤلیتونو ته ژوره پاملرنه وکړي او د هېواد تنکی او ځوان نسل په دیني، اخلاقي او هېوادنۍ روحیه سمبال وروزي.

دغه راز وزیر صاحب د خپلې وینا په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي، اقتصادي، اداري او ټولنیز فعالیتونه او لاسته راوړنې بیان کړې؛ اسلامي امارت او شرعي نظام یې یوه لویه الهي پیرزوینه وبلل او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د دې ستر الهي نعمت شکر ادا، او له خپل اسلامي نظام څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي او هیڅوک باید له دې وروسته د هېواد کورنیو او بهرنیو د ښمنانو د دسیسو او تبلیغاتو ښکار شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu