د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فراه له والي سره د بخش آباد بند پروژې د چارو د وضعیت د پرمختګ او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۵:۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د فراه له والي محترم مولوي غوث الدین رهبر او مل پلاوي سره وکتل او د بخش آباد بند د چارو د وضعیت د پرمختګ او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د لا زیاتو پروژو د پلي کولو په هکله بحث او اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د فراه والي د بخش آباد بند دچارو د وضعیت د پرمختګ په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او په هغه ولایت کې یې د اوبو و انرژي لا زیاتو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د فراه والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره به په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي لا زیاتې پروژي پلي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu