د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د غزني ولایت له والي سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۵:۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د غزني ولایت له والي محترم الحاج حافظ محمد امین جان عمري سره وکتل او په یاد ولایت کې یې د اوبو او برېښنا پروژو په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه کتنه کې د غزني والي د یاد ولایت د خلکو وړاندیزونه د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریک کړل او په دغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې د وزارت مقام د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د غزني والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د یاد ولایت د خلکو کتوړاندیزونو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۵۱
Background image

بیرته تګ

User account menu