د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سرپل مرستیال والي او مشرانو سره وکتل
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د سرپل مرستیال والي محترم محمد نادر او د هغه ولایت له مشرانو سره وکتل او په نوموړي ولایت کې یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې، د سرپل ولایت مشرانو خپلې ستونزې د وزارت له رهبري سره شریکې کړې او د سلطان ابراهیم بند د پروژې د پلي کولو او د اوبو لګولو کوچنیو بندونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د بندونو د جوړولو په برخه کې د سرپل ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.
