د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خوست ولایت د نیازیو مظهر العلوم مدرسې د علماوو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۶:۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خوست ولایت د نیازیو مظهرالعلوم مدرسې د علماوو په فراغټ غونډه په داسې حال کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د پوهنې سرپرست وزیر محترم مولوي حبیب الله آغا، د کورنیو چارو وزارت معین محترم مولوي محمد نبي عمري، د افغاني سرې میاشتې لوی رئيس محترم شیخ صاحب شهاب الدین دلاور او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون در لود د دیني علومو د زده کړې او د علماوو د مسؤلیتونو په هکله خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې مدرسې د علماوو په فراغت غونډه کې له علماوو کرامو څخه وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره  او د اسلامي نظام د ټینګښت او د شریعت احکامو د پلي کېدو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست په دغه فراغت غونډه کې د مدرسو له استادانو څخه وغوښتل چې علما په فکري، اسلامي او هېوادنۍ روحیه وروزي، ترڅو هېواد او هېوادوالو ته د ښیګڼې مصدر وګرځي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu