د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ترکیې هېواد له ګڼ شمېر سوداګرو سره د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې، اترې وکړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۲:۴۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د سوداګرو له پلاوي سره چې «  د ترکیې د کار موندنې او سوداګري اخلاق ټولنې» تر سرلیک لاندې فعالیت لري وکتل او د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې د بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید لپاره پوره وړتیا شتون لري او اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې دغه وزارت د اوبو او انرژي په برخه کې د پانګونې هرکلی کوي او له پانګوالو سره به همکار و اوسي.

په ورته مهال، د ترکي سوداګرو یوه غړي افغانستان ته د خپل راتګ موخه له دغه هېواد سره د سوداګري اړیکو پراختیا وبلله او د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د پانګونې لپاره یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۶:۱۵
Background image

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د هرات ولایت د پل هاشمي سب‌سټیشن په سیمه کې د هغوی د اوبو د اړتیاوو په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

غور ولایت کې د اوبو په برخه کې د شپږو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه

د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د اوبو سرچینو د مدیریت او د اوبو لګولو سیسټمونو د پراختیا په موخه د غور ولایت د مرکز، فیروزکوه اړوند په غلمین سیمه کې د تیلک زمین، چشمه‌نی خار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

زابل او ارزګان  ولایتونو کې د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ سوداګریز ریاست استازي محترم انجنیر حامد یارمل او ورسره مل تخنیکي ټیم زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu