د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ایران هېواد د نیرو له وزیر سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د هرات ولایت د برېښنا ستونزې د هوارولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۱:۱۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ایران  د اسلامي جمهوريت د نیرو له وزیر محترم علي اکبر محرابیان سره د برېښنا تړون د غځولو موضوع او د هرات ولایت برېښنا د پرچاوي ستونزې د هوارولو په هکله خبرې وکړې.

دغه ټلیفوني خبرې چې پرون دوشنبې د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۰ نېټه د دواړو لورو ترمنځ وشوې،  د ایران هېواد د نیرو وزیر د برېښنا د تړون د غځولو او د ستونزو د هوارولو په هکله د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته د همکاري ډاډ ورکړ.

همدارنګه په دغه ټلیفوني اړیکه کې پرېکړه وشوه، چې یو ټاکلی پلاوی له افغانستان څخه ایران هېواد ته سفر وکړي، ترڅو د برېښنا د موضوع او د هغه د پرچاوي ستونزې د هوارولو په هکله د دواړو لورو ترمنځ له نېږدي خبرې وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu