د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر له مرستیال سره لیدنه وکړه.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۳ - ۲۰:۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور نن د خپل کار په دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر له مرستیال ښاغلي سید حسن مرتضوي سره وکتل، د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د متقابلې همکاري په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه. د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال په دغه کتنه کې د افغانستان اسلامي امارت او ایران هېواد ترمنځ د ګډ و همکاریو یادونه وکړه، ويې ویل دا چې د وروستیو اورښتونو له امله د هلمند سیند اوبه زیاتې شوې دي د هلمند سیند د تړون سره سم يې د ایران حقابي د تامین په هکله د همکاري غوښتنه وکړه. دغه راز د ایران هېواد سفیر مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دریو اوبه سنجوونکو دستګاوو د نصب په هکله د همکاري غوښتنه وکړه چې د روان کال د جوزا د میاشتې يه ۲۷ نیټه د دواړو هېوادونو د کمیسارانو په ۲۵ ناسته کې ورباندې خبرې شوې وې.

دغه راز يې د هغې برښنا د پور یادونه وکړه چې افغنستان يې له ایران څخه واردوي. د ابو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر مرستال ته ډاډ ورکړ چې مونږ هڅه کوو د امکان په صورت کې هم خپلو بزګرانو ته اوبه ورسوو او هم دایران حقابه تامین کړو.

دغه راز يې د اوبه سنجوونکو آلاتو د تنصیب په هکله وویل چې مونږ به پر دې برخه کې همکاري کوو او موافق یو چې په دې هکله د دواړو هېوادونو فني پلاوي په ګده کاروکړي، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بریښنا د پور د پیسو په هکله وویل چې زه دا موضوع تعقیبوم ،مونږ پیسې لرو او ستاسو پور ورکوو.

د یادونې وړ ده چې د ناستې په پای کې د ایران هېواد د سفیر مرستیال په افغانستان کې په دې وروستیو وختونو کې د زلزلې په امله د ځاني او مالي زیانونو په هکله ښاغلي وزیر ته د تسلیت او غمشریکي په وړاندې کولو سره داهم وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان اسلامي امارات ملاتړ کوي او د افغانستان د اسلامي امارت په وړاندې د قیام لپاره له هیچا سره شرعي مجوز نشته او په ټینګار سره يې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت له مخالفینو سره به د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا هیڅ ډول همکاري ونه شي. ناسته په دوستانه فضاْ کې پاي ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

بیرته تګ

User account menu