د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو( UNOPS) د دفتر له عمومي رئيس سره وکتل

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو( UNOPS) د دفتر له عمومي رئيس محترم نیکلولاس جورج سره وکتل او په افغانستان کې د اوبو د مدیریت پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په هېواد کې د وچکالي وضعیت او د اوبیزو سرچینو مخ پر زیاتېدونکي کمښت ته نغوته(اشاره) وکړه او ویې ویل چې په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې نړیوال سازمانونه د افغانستان له خلکو سره د اوبو د مدیریت په برخه کې مرسته وکړي.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي دفتر د همکاري هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د اوبو د پروژو په پلي کولو کې به د اوبو او انرژي وزارت له دوی سره د تخنیکي معلوماتو په شریکولو او د پروژو د غوره مدیریت په برخه کې هر راز همکاري وکړي.
په ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر عمومي رئيس هم د اوبو د مدیریت د پروژو د پلي کولو په برخه کې لېوالتیا څرګنده کړه او په افغانستان کې د بېړنۍ مرستې پروژې د ور پېژندلو ترڅنګ، د وزارت د رهبري مقام څخه د دغه ډول پروژو په پلي کولو کې د تخنیکي همکاري غوښتنه وکړه.