د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د افغانستان د علومومو په اکاډمي کې په یوه علمي- څېړنیز سمینار کې د اوبو سرچینو د مدیریت او د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره ترویج په برخه کې پر ګډې همکاري باندې ټینګار وکړ

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۶
1

 د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوه علمي – څېړنیز سمینار کې چې د افغانستان د علومو اکاډمي له لوري د هېواد د اوبیزو سرچینو څخه د سمې ګټې اخستنې لارو چارو څېړنې تر سرلیک لاندې د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو، علماوو، د پوهنتون استادانو او د اوبو سکټور د متخصصینو په شتون کې ترسره شوی وو، ګډون وکړ.

ښاغلي منصور په دغه سمینار کې په هېواد کې د وروستیو وچکالیو او اقلیمي بدلونونو په پام کې نیولو سره د اوبیزو سرچینو وضعیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د اوبو مدیریت د ټولو همکاریو ته اړتیا لري او اړتیا ده،چې په دې برخه کې دولتي ادارې، اکاډمیک او علمي بنسټونه او د افغانستان ټول خلک د یو بل څنګ ته د اوبو سرچینو د غوره مدیریت  او ورڅخه د غورې ګټې اخیستنې په موخه هڅې وکړي.

ښاغلي منصور د اوبیزو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د اوبو د پراختیا په برخه کې په هېواد کې  د علمي څېړنو په لاره اچول یو ارزښتناک ګام وباله او د افغانستان د علومو اکاډمي د فعالیتونو د ستایلو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې د دغو څېړنو پایلې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغې علمي غونډې په دوام کې د مسؤلینو، علماوو او پوهانو له لوري د هېواد د اوبیزو سرچینو د ارزښت په برخه کې ګټورې بیانیې وړاندې شوې او همدارنګه د څېړونکو او متخصصینو له لوري څو علمی – څېړنیز پرزنټیشنونه د اوبو له سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستنې په هکله وړاندې شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

بیرته تګ

User account menu