د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ارزګان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ارزګان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه د آغاجان بند د پروژې په هکله یې بحث او د اندونوتبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي ولایت قومي مشرانو په هغه ولایت کې اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه د آغاجان بند د پروژې د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د ارزګان ولایت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به په نوموړي ولایت کې د اوبو او انرژي پروژې پلي شي او د آغاجان بند پروژه د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او د مطالعاتو د امکان سنجي لپاره یې بودجه منظوره شوې او محترم امیرالمؤمنین حفظه الله هم د نوموړې پروژې د پلي کولو لپاره لارښوونه کړې ده، له همدې کبله دغه وزارت هڅه کوي چې چارې یې ډېر ژر پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu