د اوبو او انرژي سرپرست وزیر  هرات ولایت ته  په سفر ولاړ.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۰:۳۳
1

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف "منصور" د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې نن د جمعې په ورځ د هرات ولایت ته ورسېده. نوموړي لمړی د جمعې لمونځ له ګڼ شمېر هیوادوالو سره یو ځای ادا کړ، له لمانځه ادا کولو وروسته یې له عامو هیوادوالو سره په ازاده فضا کې احوال پرسي او خبرې وکړې. وروسته وزیر صاحب په داسې حال کې چې د وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس قاري محمد عبدالعزیز "عزیز" او د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوی سیدعبدالسلام اغا هم حضور درلود د هرات له والي محترم مولوي صاحب نوراحمد اسلام جار سره ناسته تر سره کړه چې په ترڅ کې یې دواړو لورو د هرات په ولایت کې د اوبو د مدیریت او انرژي د تولید په هکله مفصلې خبرې او د اندونو تبادله وکړه، ښاغلي وزیر صاحب د هرات محترم والي صاحب او د سینديزې حوزې رئیس صاحب ته ډاډ ورکړ چې متوازن انکشاف او شته امکاناتو په چوکاټ کې به د دوی د ستونزو د حل په هکله اقدامات وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu