د اوبو او انرژي سرپرست وزير د خالد بن وليد قول اردو له ګڼ شمېر مجاهدينو سره وکتل.

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۲۱:۴۰
1

 د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور ننګرهار او لغمان ولايتونو ته دخپل سفر په لړ کې د خالد بن وليد قول اردو له ګڼ شمېر مجاهدينو سره وکتل او له هغوى سره يې د جهاد د ارزښت او د مجاهدينو د مسٶليتونو په هکله خبرې،اترې وکړې ښاغلى منصور په خپلو خبرو کې په هېواد کې د اسلامي نظام حاکميت يو الهي نعمت وباله او ټينګار يې وکړ، چې د دې ستر الهي نعمت د شکر د ادا کولو په موخه ټول مجاهدين بايد په رېښتينولي او يووالي سره هڅه وکړي او د دښمن د تبليغاتو په وړاندې تل وېښ و اوسي د اوبو او انرژي سرپرست وزير په دغه قول اردو کې ځوان مجاهدين يې د نظامي علومو زده کړو ته وهڅول او له هغوى څخه يې وغوښتل، چې د اسلامي شريعت سره سم خپل مسٶليتونه په ايمانداري، رېښتينولي او ښه اخلاقو سره د اسلامي نظام د ساتنې په برخه کې پرمخ يوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۹
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په رهبري ناسته کې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۷/هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲ هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب تر رهبري لاندې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

بیرته تګ

User account menu