د اوبو او انرژي سرپرست وزير بلخ ولايت ته سفر وکړ

mew-admin
جمعه ۱۴۰۲/۷/۲۱ - ۱۹:۴۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور او ورسره مل د وزارت سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم بلخ ولايت ته سفر وکړ او دياد ولايت له والي محترم حاجي محمديوسف وفا سره يې وکتل

په دغه ليدنه کې، د بلخ والي په دغه ولايت کې د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې د خلکو شته ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزير سره شريکې کړې

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزير په دغه ليدنه کې وويل چې د آمو سيند د غاړو د تحکيماتو او په دغه ولايت کې د وزارت اړوند د ټولو پروژو د چارو له بهير څخه څارنه کوي او دشته امکاناتو په پام کې نيولو سره به د اوبو او برېښنا په برخه کې ددغه ولايت د خلکو ستونزو ته رسيدګي وشي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د لغمان سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه  

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې عمومي ریاست اړوند د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست تخنیکي ټیم هر یو انجنیر عبدالله موسی‌زي، انجنیر شیر زمان کریمي، انجنیر عبدالله حسیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۵:۳۳
Background image

غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز چکډمونو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د غزنی سیندیزې فرعي حوزې د ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۹
Background image

کابل منځنۍ سیندیزه فرعي حوزه کې خلکو ته د پر وخت او آسانه چوپړتیاوو د وړاندې کولو په هکله ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا احسان الله حقیار او د اوبو رسونې او ښاري فاضلابو رئيس محترم انجنیر شفیع الله زاهد ترمنځ د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې ریاست د تخنیکي. . .

بیرته تګ

User account menu