د اوبو او انرژي  سرپرست وزیر په بدخشان ولایت کې له  شورابک بند څخه لیدنه وکړه.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۹:۱۴
1

د اوبو او انرژي  سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د بدخشان انرژي رئیس عزیز علي شاه او یو شمېر سیندیزو حوزو رئیسانو یې ملتیا کوله، د شورابک بند څخه لیدنه وکړه.

په ورته مهال د یاد بند مسؤولینو د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ښه راغلاست یې ورته وویل.

همدارنګه د یاد بند او بدخشان انرژي مسؤولینو د اوبو او انرژي سرپرست وزیر سره خپلې غوښتنې او ستونزې شریکې کړې او د اوبو او انرژي  سرپرست وزیر د دوي ستونزو او غوښتنو ته د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د رسیدګۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې د اوبو او انرژي  سرپرست وزیر د  خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه، او رسنیو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.

یاده دې وي چې یاد بند د AKDN لخوا په ۲۰۱۹ زیږیدیز کال کې جوړ شوی وو، چې د ۷ نیم مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu